د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته ویلي د ناټو په دې غونډه کې د ترهګرۍ ضد پر روانه مبارزه، افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا پر روان ماموریت او یو شمېر نورو مهمو مسایلو خبرې کېږي. ینس سټولټنبرګ زیاته کړې، چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر سوله او په دې برخه کې پر پیل شوو هڅو خبرې کېږي. دده په خبره ناټو په افغانستان کې د ثبات راتګ ته ژمنه ده نو له همدې امله به ټول په ګډه په دغه هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو پر سر بحثونه کوي. هغه زیاته کړې چې زلمي خلیلزاد د افغان سولې لپاره خپل بل سفر هم پيل کړی دی او ناټو هیله لري چې دغه هڅې افغانستان دایمي ثبات او سولې ته ورسوي.



































