د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کندهار ولایت ته تللی دی. هغه به په دې لیدنه کې د سولې د روانو خبرو په اړه د خلکو نظریات وپوښتي. سیمه ییز چارواکي وایي، خلیلزاد اوسمهال کندهار کې د ځایي خلکو په لیدنه بوخت دی. د چارواکو په خبره خلیلزاد خپلې لیدنې د کندهار په هوایي ډګر کې پیل کړې دي او ښایي ښار ته لاړ نه شي. نوموړی به په دې سفر کې له ولسي مشرانو، د مدني ټولنو له استازو او د جنوبي ولایتونو د ولایتي شورا له رییسانو او قومي مخورو سره جلا جلا کتنې وکړي.



































