د سولې عالي شورا د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو د جزیاتو په اړه اندېښمنه ده. د یادې شورا د دارلانشا رییس عمر داودزی وایي، ددې مذاکراتو د جزیاتو پټ ساتلو خلکو ته پوښتنې راولاړې کړې دي. هغه نن په کابل کې یوې ناستې ته په خبرو کې ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ د روانو مذاکراتو جزیات په شفاف ډول له خلکو سره نه دي شریک شوي. هغه زیاته کړې سمه ده چې په دې اړه ددوی معلومات کافي دي خو د افغانستان خلک هم حق لري چې له دې پروسې په شفاف ډول خبر شي. داودزي د خپلو خبرو پر دوام وویل چې ددې بهیر معلومات باید په ډیپلوماټیکه ژبه نه بلکې په ډېر ساده او روښانه شکل له افغانانو سره شریک کړل شي. هغه دغه راز غوښتنه کړې چې د طالبانو او افغان حکومت خبرې باید ژر تر ژره پیل شي ځکه دا د افغان شخړې د حل لومړنی او اساسي شرط دی.




































