د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د سرخوبیط سیمې اوسېدونکي وایي چې تېره شپه د هوایي برید له امله ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي دي، خو امنیتي چارواکي بیا وژل شوي کسان وسله وال طالبان بولي. دا هوايي بريد تېره شپه د کندهار– اروزګان پر لويه لار د شاه وليکوټ ولسوالۍ د سرخوبيط په سيمه کې پر يوه هوټل شوى دی. د اروزګان د ولايتي روغتون مشر وایي، روغتون ته ۱۳ جسدونه وروړل شوي چې ٩ يې د ګيزاب ولسوالۍ اوسېدونکي وو. د ارزګان مرستیال وایي چې په یاد برید کې د طالبانو ترڅنګ ملکي وګړي هم وژل شوي دي. بلخوا په سوېل کې د ٢٠٥ قول اردو مطبوعاتي مسوول تورن صادق عيسى پرته له دې چې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه څه ووایي وویل، وژل شوي کسان طالبان وو. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




































