ملگرو ملتونو د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د اقلیم بدلون، شخړې او اقتصادي بې ثباتي ددې سبب شوې چې تېر کال د نړۍ په گوټ گوټ کې ١١٣ میلیون کسان له سختې غذایي بې ثباتۍ سره مخامخ شي. په دغه راپور کې چې هر کال د ملگرو ملتونو د غذایي موادو او کرنې ادارې له خوا خپریږيراغلي، ۷،۶ میلیونه کسان په افغانستان کې د جگړو او ناامنیو په وجه غذایي مصونیت نه لري. دغه اداره وایي ٥٣ هېوادونه د غذایي موادو له کمبود سره مخامخ دي چې یمن بېړنیو مرستو ته د اړو هېوادونو د لېست په سر کې دی او ورپسې کانگو او بیا افغانستان دي. د سرچینې په خبره د افغانستان ٣٩ سلنه وګړي په فقر کې ژوند کوي او ددې هېواد شاوخوا ١٠ میلیونه خلک اساسي روغتیایي خدماتو ته یا لاسرسی نه لري او یا یې هم لاسرسی محدود دی.