مای سن آنتینیو امریکایي رسنۍ په خپله یوه اوږده مقاله کې د افغانستان جګړې ته کتنه کړې ده. په دغه لیکنه کې راځي چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ناسمو کړنلارو او ناکامو پلانونو له امله ستراتيژیکه ماتې خوړلې ده. په مطلب کې راځي، د زرګونو سرتېرو په موجودیت، د میلیاردونو ډالرو په لګولو او د نږدې ۲۴۰۰ امریکايي سرتېرو په وژل کېدو امریکا په جګړه کې بریالۍ نه شوه. په مطلب کې وړاندې راځي کلونه وړاندې ګڼو افغان سیاسیونو د افغان جګړې د سیاسي حل وړاندیزونه وکړل، خو امریکا ډېر وروسته د سولې په برخه کې اقدام وکړ. نشریه لیکې د امریکا وروستي فعالیتونه او د سولې او جګړې په ډګر کې شته تضاد دا ښيي چې دغه هېواد په افغانستان کې ستراتیژیکه ماتې خوړلې ده. سرچینه دا هم وایي چې ښایي تر دې دمه د افغان جګړې د حل په اړه د امریکا د ديپلوماتیکو او نظامي ادارو ترمنځ همغږي نه وي.



































