د امریکا ولسمشر د افغانستان جګړه، مسخره او د تاسف وړ بللې ده. د سپینې ماڼۍ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغان جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کوي. هغه د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره د خبرو پر مهال د افغانستان جګړه مسخره او د تاسف وړ بللې ده او ټینګار یې کړی چې ددغه جګړې د پای ته رسولو لپاره باید عملي ګامونه اوچت کړل شي. ټرمپ همدا راز ویلي چې د امریکا متحدو هېوادونو د افغان جګړې په اړه نوي اقدامات پيل کړي دي او ډېر ژر به ټول د مثبتو تغیراتو شاهدان وي. د امریکا ولسمشر ویلي چې په افغانستان کې ۱۹ کلنه جګړه د پای ته رسېدو وړ نه ده، خو امریکا او متحدین یې هڅه کوي نوې لارې پیدا کړي او دغه بحراني وضعیت ته نور د پای ټکی کېږدي.




































