ملګري ملتونه وايي، د روان میلادي کال له پیل راهېسې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې تر ۱۶۰ زرو زیات وګړي، سیلابونو زیانمن کړي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پرون په خپل اوونیز راپور کې وویل، تر ۴۲ زرو زیات افغانان د سیلابونو له کبله له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا د افغانستان شپږ ولایتونه؛ هرات، بلخ، بادغیس، فاریاب، جوزجان او سرپل په تېره اوونۍ کې د درنو ورښتونو او سیلابونو شاهدان وو. بلخ او هرات هغه ولایتونه دي چې د راپور په وینا تر ټولو ډېر زیانونه پکې اوښتي او نږدې ۱۷ زره کسان پکې د سیلابونو له کبله زیانمن شوي دي. طبیعې پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم وویل، په افغانستان کې وروستیو سیلابونو ۱۴۱ کسان وژلي او ۲۷ زره کورنه یې ویجاړ کړي دي.




































