ولسمشر غني او د هېواد یو شمېر سیاستوالو او جهادي رهبرانو نن په ارګ کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې چې د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون پکې یو شمېر سیاسي او جهادي شخصیتونو هم حضور درلود، د افغانستان د سولې د روانو هڅو په اړه بحث او خبرې اترې شوې دي. سرچینه کاږي، د هېواد جهادي او سیاسي شخصیتونو د سولې پروسې په اړه خپل لیدلوري، نظریات او اندېښنې شریکې کړې او دغه راز پر راتلونکو اقداماتو یې مفصل بحثونه کړي دي. د سرچینې په خبره په پام کې ده چې دغه ناستې به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري.




































