د امریکا جمهوري غوښتونکو استازو داسې طرحه وړاندې کړې چې له مخې یې باید د سولې پر روانو خبرو نظارت وشي. لیز چیني او جیم بنکس وايي د سولې پر روانو خبرو نظارت او څارنه حتمي ده او باید ډاډ حاصل شي چې دغه خبرې په افغانستان کې د ثبات او امنیت سبب ګرځي. په دغه طرحه کې راغلي چې د سولې خبرې د افغانستان په ګټه دي، خو که دغه خبرې د لاس ته راوړنو د له منځه تګ، د نظام د خرابېدو، امنیت د خرابوالي او په سیمه کې د نورو ستونزو سبب شي، نو اړتیا نشته چې ادامه ورکړل شي. دوی ټینګار کوي چې د سرتېرو په ایستلو کې بېړه نه ده په کار، ځکه دغه بېړه به د امریکا ملي امنیت ته جدي خطر متوجه کړي. دواړو استازو ټینګار کړی، چې امریکا باید ځان ډاډه کړي، چې طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي، د ترهګرۍ ضد جګړه کې له امریکا سره همکاري کوي، د افغانستان اساسي قانون ته درناوی کوي او په دغه هېواد کې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې حفظ کوي.




































