د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د امریکا کانګرېس ته پخپلو خبرو کې ویلي، د سولې په روانو مذاکراتو کې د نړیوالې ټولنې تېرې ۱۸کلنې لاس ته راوړنې په افغانستان کې ساتل کېږي او که داسې و نه شي نو په دغه هېواد کې به دایمي سوله رامنځ ته نه شي. نوموړي زیاته کړې ناټو ځواکونه دمګړی په افغانستان کې دي خو دا په دې مانا نه ده چې د تل لپاره به په دغه هېواد کې حضور ولري. سټولټنبرګ ټینګار وکړ، چې ناټو د سولې ملاتړ کوي او هڅه کوي د سولې خبرې بریا ته ورسېږي. هغه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه وویل، چې د ناټو غړي ځواکونه په ګډه افغانستان ته تللي، نو ځکه به بېرته په ګډه له دغه هېواد وځي. هغه د سولې تر څنګ د ترهګرۍ ضد مبارزه او د نړیوال امنیت تامین هم د ناټو مسوولیت وباله.



































