د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین چې پاکستاني حکومت یې بلوچستان ته پر سفر بندیز لګولی دی وایي، پاکستان کې له پښتنو سره لا هم د هغې تګلارې له مخې چلند کېږي چې پخواني هند کې انګریزانو پلې کوله. هغه ویلي، بلوچستان ته دده پر داخلېدو پابندي د پاکستان هغه زړه استعماري تګلاره ده چې د پښتنو تګ راتګ یې محدوداوه. هغه د پاکستان دا عمل په پخواني هند کې له ځایي خلکو سره د انګریز حکمرانانو چلند سره پرتله کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د اساسي قانون څوارلسمې مادې خلکو ته د بیان د ازادۍ او ازادو فعالیتونو اجازه ورکړې ده خو په یاد هېواد کې مدني او سیاسي فعالین وایي دا ماده تش په نوم ده او په یاد هېواد کې لا هم د استعماري دورې قوانین عملي کېږي.



































