د پاکستان حکومت ټول اړخونه باید د افغان سولې په برخه کې همغږي ولري. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په افغانستان او سیمه کې پر روان وضعیت خبرې شوې دي او خلیلزاد غوښتنه کړې چې پاکستانی حکومت باید د سولې په برخه کې خپله همکاري ډېره کړي. د خلیلزاد په وینا د پاکستان حکومت بېلو نظامي او ملکي برخو ته په کار ده، چې د افغانستان د سولې په اړه همغږي ولري او په دې برخه کې پوره همکاري وکړي. خلیلزاد ویلي چې د سولې لپاره د پاکستان همکاري مهمه ده او تر دې دمه یې اخیستي ګامونه د حساب وړ دي. باجوه هم ویلي چې دوی په سیمه کې د امنیت او ثبات په راوستو کې مرسته کوي او غواړي افغان جګړه د مذاکراتو پر مټ حل شي.




































