اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د نړیوال اقتصادي فورم په یوه غونډه کې د ګډون لپاره اردون ته تللی دی. دغه غونډه د اپرېل په اوومه او اتمه جوړېږي. ټاکل شوې چې ډاکټر عبدالله عبدالله به ددغه غونډې په پرانیسته کې برخه واخلي او تر څنګ به یې د ترهګرۍ، افراطیت او افغان سولې په اړه په نورو جوړو شوو غونډو کې هم ګډون وکړي. هغه به د اردون له لومړي وزیر، د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو گوترېش او یو شمېر نورو بهرنیو لورو سره د افغانستان د مسئلې پر سره خبرې اترې ولري. اجرایه ریاست وایي، چې عبدالله به په ځینو غونډو کې ویناوې هم ولري.




































