د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د یاد ولایت د ابکمري ولسوالي مرکز بېرته د افغان امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی. د یاد ولایت د والي ویاند جمشید شهابي وایي، ابکمري ولسوالۍ کې اوس امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. هغه وایي، تیره شپه امنیتي سرتیرو د دغه ولسوالۍ له مرکز څخه تاکتیکي شاتګ کړی وو خو اوس بیرته طالبان پر شا تمبول شوي او د ولسوالۍ مرکز افغان ځواکونو نیولی دی. نوموړی وایي، د تیرې شپې په جګړه کې دوه سرتیري وژل شوي، درې ټپیان دي، اته طالبان وژل شوي او پنځه نورټپیان دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




































