یکشنبه, اگست 2, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    دلاور: ا.ا د دوحې هوکړې له مخې خپلې هوکړې ته ژمن پاتې شوی

    افغان او ازبکستاني لوري د انرژۍ برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

    کندهار کې د انګورو بڼوال: د صادراتو بندیدو زموږ عایدات کم کړي دي

    مجاهد: اوسنۍ بودیجه د حکومتولۍ او پراختیايي پروژو لپاره بسنه کوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    دلاور: ا.ا د دوحې هوکړې له مخې خپلې هوکړې ته ژمن پاتې شوی

    افغان او ازبکستاني لوري د انرژۍ برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

    کندهار کې د انګورو بڼوال: د صادراتو بندیدو زموږ عایدات کم کړي دي

    مجاهد: اوسنۍ بودیجه د حکومتولۍ او پراختیايي پروژو لپاره بسنه کوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

لویه څارنوالي: په تېرو دریو کلونو کې د اختطاف تر زرو ډېرې پېښې څېړل شوې دي

اپریل 7, 2019
in افغانستان
0 0

 

سره له دې چې د ملي یووالي حکومت امنیتي چارواکي وخت ناوخت په هېواد کې د امنیت د تامین او ښه والي ژمنه کوي، خو بیا هم د اختطاف پېښې زیاتې شوې او اندېښنې یې پارولې دي. کابل، هرات، مزار او ننګرهار هغه ښارونه دي چې تر ډېر د تښتونو یا اختطاف پېښې پکې رامنځ ته کېږي. تازه د هېواد لویې څارنوالۍ ویلي چې دوی د اختطاف سلګونه دوسیې څېړلې دي.

لویې څارنوالۍ تېره ورځ د اختطاف دوسیو د څېړنو په اړه د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل. د دغه ادارې ویاند جمشید رسولي ویلي، چې دوی د سلګونو نورو قضیو تر څنګ، د اختطاف قضیې په جدي توګه څېړي او په خبره یې دغه پېښې ډېرې شوې دي. د رسولي په خبره، د اختطاف د پېښو ډېرېدل نور د زغم وړ نه دي او لویه څارنوالي د دغه ډول پېښو پر وړاندې خورا جدي ګامونه پورته اخلي. د نوموړي په خبره، په دې تړاو سلګونه قضیې څېړل شوې دي او د عملي کولو لپاره د افغانستان محاکمو ته سپارل شوې دي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، چې په تېرو دریو کلونو کې د اختطاف په تور، د یو زر او ۳۳ کسانو قضیې څېړل شوې دي. جمشید رسولي ویلي: ((په ټوله کې په تېرو دریو کلونو ۵۷۴ قضیې چې ۱۰۳۳ کسان پکې ښکېل دي، څېړل شوې دي او د لا ډېرو پرمختګونو په موخه د افغانستان محاکمو ته سپارل شوې دي. دا هغه دوسیې دي چې په هر اړخیزه توګه بشپړې شوې دي او نور د محاکمو دنده ده، چې پرېکړې عملي کړي)).

په ورته وخت کې دغه اداره د اختطاف له امله د وژل شوې ماشومې، مهسا قضیې بشپړولو او محکمې ته د لېږلو خبر ورکوي. مهسا هغه ماشومه وه، چې په کابل ښار کې د تښتوونکو له لوري تښتول شوې وه او له کورنۍ یې د درې سوه زرو ډالرو غوښتنه کړې وه. تښتوونکو وروسته مهسا وژلې وه چې دې پېښې په ټولنیزو رسنیو او په کابل ښار کې د مدني فعالینو سخت غبرګون له ځان سره درلود. لویه څارنوالۍ بیا ويلي، چې دوی د مهسا قضیه څېړلې او د لا ډېرو اجراتو په موخه محاکمو ته سپارل شوې ده. جمشید زیاته کړې: ((زموږ د همکارانو کار بشپړ شوی دی. قضیه په هر اړخیزه توګه څېړل شوې ده او محاکمو ته سپارل شوې ده. محکمه به په دې اړه خپله پرېکړه کوي او دا محکمه به علني وي. وروسته به یې له رسنیو سره هم شریکه کړو)).

لویه څارنوالي داسې مهال د اختطاف او تښتونې شمېرې د اندېښنې وړ بولي، چې د هېواد د لویو ښارونو اوسېدونکو ته دغه ډول پېښو سختې اندېښنې پیدا کړې دي. تښتوونکي تر ډېره د پانګه والو او سوداګرۍ په لار کې خنډ دي، چې له امله یې په ښارونو کې ډېری پانګه وال پانګې او سوداګرۍ ته زړه نه ښه کوي.

د شمېرو له مخې د اختطاف ۱۰۳۳ تورنو کسانو له ډلې یوازې، ۳۷ تنه په اعدام محکوم شوي دي، خو د اختطاف پېښو ډېرېدو نه یوازي د عمومي نظم، بلکې د پانګونې پر وړاندې هم ستره ننګونه ده.

Tags: featured
Share18Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکا ته د خطرناکو اقداماتو په اړه خبرداری ورکړ

اگست 2, 2026
SAMSUNG CSC

اروپايي ټولنه به د سیوتا د کډوالۍ چارو په اړه خبرې وکړي

اگست 2, 2026

چيو شه مجله د شي جين پينګ يوه مهمه لیکنه « د روغ چين د ابادۍ چټکتيا» خپره کړه

اگست 2, 2026

سروې: د چین ” درېیو نویو محصولاتو ” نړۍوال شهرت ترلاسه کړی

اگست 2, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In