د لوګر سيمه ییز چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د دريو قومي مشرانو په ګډون څلورتنه عام وګړي وژل شوي دي. د لوګر د ولايتي شورا غړی عدالت عبدالرحيمزی وايي، چې بهرنيو ځواکونو د مرکز اړوند په پادخواب شانې سيمه کې د ډرون بې پیلوټه الوتکې په وسیله برید ترسره کړی چې په وینایي څلور تنه عام خلک پکې وژل شوي دي. د لوګر د امنيه قومندانۍ وياند شاپور احمدزی وايي، چې بريد د نړيوالو ځواکونو له لوري شوی دی. د سیمې اوسېدونکي وایي که امریکا او افغان حکومت په رښتیا د سولې او امن غوښتونکي وي باید په جدي ډول د دې بشري ضد جنایت مخنیوی وکړي.




































