په راتلونکو ورځو کې به د سولې په برخه کې یوه ځانګړې رهبري شورا جوړه شي. د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس د ترکیې له ټي ار ټي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، دوی هیله لري چې د سولې خبرې ژر یوې پایلې ته ورسېږي. د عبدالله عبدالله په خبره په نږدې ورځو کې به د سولې او مذاکراتو لپاره یوه نوې رهبري شورا جوړه شي او دغه شورا به د سولې په برخه کې د بشپړ صلاحیت لرونکې وي. دده په خبره افغانان سولې ته نږدې شوي دي او ټول هیله لري چې په دغه هېواد کې روانه جګړه د تل لپاره ختمه شي. د عبدالله عبدالله په وینا افغانان د داسې سولې غوښتونکي دي، چې په هېواد کې د دایمي ثبات سبب شي او دلته اوسنۍ خونړۍ جګړې پای ته ورسوي او د کلونو زحمتونو لاس ته راوړنې حفظ کړي.




































