یکشنبه, اگست 2, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    دلاور: ا.ا د دوحې هوکړې له مخې خپلې هوکړې ته ژمن پاتې شوی

    افغان او ازبکستاني لوري د انرژۍ برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

    کندهار کې د انګورو بڼوال: د صادراتو بندیدو زموږ عایدات کم کړي دي

    مجاهد: اوسنۍ بودیجه د حکومتولۍ او پراختیايي پروژو لپاره بسنه کوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    دلاور: ا.ا د دوحې هوکړې له مخې خپلې هوکړې ته ژمن پاتې شوی

    افغان او ازبکستاني لوري د انرژۍ برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

    کندهار کې د انګورو بڼوال: د صادراتو بندیدو زموږ عایدات کم کړي دي

    مجاهد: اوسنۍ بودیجه د حکومتولۍ او پراختیايي پروژو لپاره بسنه کوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د ارګ په غونډه کې د سولې پر رهبرۍ شورا توافق نه دی شوی

اپریل 8, 2019
in افغانستان
0 0

 د ارګ په غونډه کې د سولې رهبرۍ شورا پر طرحه او ترکیب توافق نه دی شوی. سره له دې چې په دې وروستیو کې د سولې خبرې تودې دي، خو داسې ښکاري چې افغان حکومت په دې برخه کې د سیاسیونو د ځینو اقداماتو مخه نیسي. امریکا له طالبانو سره د خپلو مذاکراتو په اوږدو کې له افغان حکومته غوښتي وو، چې له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو لپاره باید یو بې طرفه، ټولمنلی او رښتینی ټیم وګوماري. امریکا ټینګار کاوه، چې دغه ټیم باید د ولس استازیتوب وکړي او د افغانانو خبرې دې وکړي. په همدې لړ کې ځینو سیاسیونو په تېره اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سولې په باره کې د یوې رهبرۍ شورا د جوړېدو غوښتنه وکړه. هغه مهال داسې ویل کېدل چې ښایي دغه شورا جوړه شي او په هغه کې د افغانانو رښتیني استازي ګډون وکړي؛ خو د ارګ په پرونۍ غونډه کې د سولې رهبرۍ شورا پر جوړښت او ترکیب توافق نه دی شوی.

 په ارګ کې پرون د سیاسي او جهادي مشرانو مجلس جوړ شوی و او ولسمشر غني دغه مجلس ته وینا هم وکړه. تېره اونۍ داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې حکومت غواړي د سولې په روانو خبرو کې د نفوذ په هدف، د جهادي او سیاسي مشرانو، مدني ټولنې او ځوانانو په ګډون د سولې رهبرۍ شورا په نامه یو نوی تشکیل رامنځته کړي، خو ارګ کې په دې اړه په دواړو مجلسونو کې پر دې طرحه همغږي نه ده رامنځته شوې.

په پرونۍ ناسته کې د ولسمشر غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي ترڅنګ، ډېرو سیاسي او جهادي مشرانو ګډون کړی و. دوی تمه لرله چې افغان حکومت به د رهبرۍ شورا په اړه پرېکړه وکړي او په دې اړه به یو توافق رامنځ ته شي، خو دا کار نه دی شوی. بلخوا ولسمشر غني بیا ویلي، هغو کسانو ته به له وسله والو طالبانو سره په مذاکراتو کې د ګډون چانس ورنه کړل شي، چې د اوسني نظام خلاف وي. غني ویلي: ((د هغه افرادو له ټاکلو دې ډډه وشي، چې په واضح ډول د تېرو اتلسو کلونو د لاس ته راوړنو پر ضد غږېږي، د ولسواکۍ پر ضد غږېږي او د نظام پر ضد څرګندونې کوي)).

ولسمشر د سولې په نامه رهبرۍ شورا لپاره له خپله اړخه یو ۳۷ کسیز ترکیب جوړ کړی، چې د سیاسي او جهادي مشرانو په ګډون، ډېر ځوانان او د مدني ټولنو او ښځو د حقونو فعالانې پکې شامل دي، خو پر دغه ترکیب اعتراض دی.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دغه مجلس ته نه و تللی او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، چې د داسې یوې طرحې وړاندیز یې کړی و، په یوه بهرني سفر بوخت دی. بلخوا اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله بیا په اردون کې له ټي ار ټي ټلوېزیون سره د خبرو پر مهال ویلي، چې په نږدې ورځو کې به د سولې رهبرۍ شورا جوړه شي. د نوموړي په خبره، افغانان سولې ته نږدې شوي دي او دغه شورا به په نږدې وخت کې خپل فعالیت پيل کړي.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داوودزی وایي، چې د سولې عالي شورا رییس محمدکریم خلیلي د سولې رهبرۍ شورا پر نوي ترکیب کار کوي. عمر داوودزي ویلي: ((په دې اړه استاد کریم خلیلي د یوې کمېټې په مشرۍ کار کوي او د سولې د رهبرۍ شورا لپاره د وړاندیز شوو کسانو نوملړ به راتلونکې غونډې ته د تایید لپاره وړاندې کړي)).

د ارګ د یکشنبې ورځې په مجلس کې د سولې رهبرۍ شورا پر طرحې او ترکیب د توافق نشتوالی داسې مهال دی، چې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، پرونۍ غونډه د سولې رهبرۍ شورا لومړنۍ غونډه وه.

Tags: featured
Share34Tweet9Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکا ته د خطرناکو اقداماتو په اړه خبرداری ورکړ

اگست 2, 2026
SAMSUNG CSC

اروپايي ټولنه به د سیوتا د کډوالۍ چارو په اړه خبرې وکړي

اگست 2, 2026

چيو شه مجله د شي جين پينګ يوه مهمه لیکنه « د روغ چين د ابادۍ چټکتيا» خپره کړه

اگست 2, 2026

سروې: د چین ” درېیو نویو محصولاتو ” نړۍوال شهرت ترلاسه کړی

اگست 2, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In