د امریکا او چین د سوداګرۍ ملي شورا رئیس شین سټین د جولای په ۳۱مه نېټه په واشنګټن کې ویلي، چې امریکايي شرکتونو د چین د اقتصاد او نوښت د سیسټم ښېګنه پېژندلې او اوس د دې لپاره هڅه کوي، چې د چین په بازار کې خپلې پانګې او فعالیتونه زیات کړي او له چیني شرکتونو سره همکارۍ تر سره کړي، څو د خپلې سیالۍ وړتیا لوړه کړي.
د چين د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې شورا په همدې ورځ د چیني سوداګرانو یو پلاوی واشنګټن ته لېږلی او هلته يې د امریکا او چین د سوداګرۍ ملي شورا له غړيو شرکتونو سره خبرې او مشورې کړې دي. شين سټين تر دې غونډې مخکې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا ډېر شرکتونه لیواله وو چې په دې غونډه کې ګډون وکړي، له چیني لوري سره خبرې وکړي او له هغو چیني شرکتونو سره اړیکې ونیسي چې ممکن لا یې ورسره مخکې اړیکې نه وي ټینګې کړې.





























