چین تر ۲۰۳۵م کال پورې د روغ هېواد د جوړولو په موخه چټک ګامونه پورته کوي او پنځلسم پنځه کلن پلان تطبیق یې د دغه ملي هدف د ترلاسه کولو لپاره یو کلیدي او حساس پړاو دی.
چین باید د دې هدف د عملي کېدو لپاره یو هراړخیز ستراتیژیک پلان جوړ او اړوندې چارې ګړندۍ کړي او د پرېکنده او دوامدار پرمختګ د رامنځته کولو لپاره باید هره ممکنه هڅه وکړي.
«چيو شه» مجلې د اګست په لومړۍ نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې د رئيس شي جين پينګ يوه مهمه ليکنه « د روغ چين د ابادۍ چټکتيا» خپره کړې ده.
په دغه ليکنه کې راغلي، چين بايد د روغتيا په اړوندو کارونو کې د کمونېست ګوند مرکزیت وساتي، د چيني ځانګړتيا لرونکي طبي او روغتيايي پرمختګ لارې باید تعقيب او په نوې زمانې کې د طبي او روغتيايي چارو پر تګلارې ټينګار ولري او په عمده توګه باید د روغ چين د ابادۍ هڅونه وکړي.
په دغې لیکنې د تاریخي تجربو غورچاڼ راټول شوی او د روغ چين د ابادۍ علمي طريقې پکې بیان او د راتلونکي پړاو د چارو لوری پکې روښانه شوی دی.
د ياد ملي هدف په ټاکل کېدو سره د عصري پرمختګ په بهير کې به ثابته وساتل شي
چين يو سوسياليستي هېواد دی چې ډېر لوی نفوس لري او د ښارونو او کليو ترمنځ يې لا هم د پرمختګ څرګند واټن شته دی، نو د طبي او روغتيايي چارو د پرمختګ هڅونه یې باید د هېواد واقعي حاللاتو ته په کتو ترسره شي.
شي جين پينګ لس کاله مخکې د ۲۰۱۶م کال د طبي او روغتيايي چارو ملي غونډې کې په څرګندو ټوکو وویل، چې د چين اړوند ادارې باید د چيني ځانګړتيا لرونکي طبي او روغتيايي پرمختګ لار تعقيب کړي او په نوې زمانه کې د طبي او روغتيايي چارو د لارښوونې تګلارې وړاندې کړي، د بنسټيزو کچو کارونو ته باید په درنه سترګه وګوري، د اصلاحاتو او نوښت له لارې باید پياوړې انرژۍ خپلې کړي، د ناروغيو وقایې او مخنيوي ته باید لومړيتوب ورکړي، چيني او لوېديځ طب باید په ګډه مخته یوسي او د تګلارو په طرح کولو کې باید روغتيايي چارو ته ځای ورکړي او هم باید خلک د طبي او روغتيايي چارو په ابادۍ کې ګډون او د پرمختګ ګټې يو له بل سره شريکې کړي.
د تاريخي پرمختګ په بهير کې دا روښانه شوې، چې يادې لارښوونې سمې او د چين له حالاتو سره سمون لري.
په چين کې په تېرې يوې لسیزې کې د نړۍ تر ټولو لوی طبي خدمتي سيسټم، د بنسټيزې درملنې د ضمانت سيسټم، د ناروغيو د دفاع او مخنيوي سيسټم د جوړولو کارونه ترسره شوي دي.
په چين کې د خلکو منځنی عمر پر له پسې لوړېږي او د روغتيا عمده شاخصونه یې د منځني او لوړو عايداتو لرونکو هېوادونو کې مخکښ ځايونه لري.
چين د کرونا وبا د سختو اغېزو پر وړاندې مقاومت کړی او بریالی ترې راوتلی دی او روغ چين د ابادۍ ګامونه يې داسې چټک کړي، چې له تجربو يې نور هېوادونه هم ګټه پورته کولی شي.
شي جين پينګ په ټينګار ويلي، هغه کارونه چې په پراخو برخو پسې تړاو لري، اغېزې یې ډېرې لوړې او پر ټولو طبي او روغتيايي چارو اثر لري، نو بايد پر له پسې نوې لاسته راوړنې ولري.
نوموړي د هڅونې درې برخې ډېرې مهمې يادې کړې دي:” په هېواد کې باید د عامې روغتيا سيسټم بشپړ شي، د باکيفيته او لوړې اغېزې درملنې خدمتي سيستم باید اباد شي او د روغتيامند او متمدن ژوند لارې باید وړاندې شي.“
که په چين کې عمده کارونه سم عملي شي، نو د روغ چين ابادي به ډېر ژر رامنځته شي.
د پرمختګ په بهير کې باید سرعت چټک او روغتيايي ضمانت رامنځته شي
شي جين پينګ په مهمو ليکنو کې د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د همکاريو هيله څرګنده کړې او هر وخت یې پر دې ټينګار کړی، چې د روغ چين ابادي د ټولنې ګډو هڅو ته اړتيا لري.
نوموړي ويلي، په هېواد کې د روغتيايي چارو لپاره د ميکانيزم او تګلارو سيسټم باید بشپړ او روغتيايي نظريې د عامه تګلارو د طرحه کېدو او تطبيق په ټول بهير کې شاملې شي او د کمونېست ګوند په مشرۍ باید د ګوندي او سياسي څانګو لخوا په ګډه د ادارې کېدو کاري شکل جوړ شي.
په چين کې به د درملنې، طبي بيمې او درملو د ګډ پرمختګ او د ادارې ميکانيزم بشپړ شي او د دولتي روغتونونو د اصلاحاتو او د طبي بيمې په لګښت کې به ژور اصلاحات راشي.
دغه راز، د ټولو خلکو لپاره به د ډيجيټلي او مصنوعي ځيرکو چارو ابادي هم چټکه او د طبي کارمندانو هڅونه به زیاته شي.





























