د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي افغان سیاستوالو ته په کار ده، چې سوله لومړیتوب ته راولي او د افغانانو دغه ستره غوښتنه تر هر څه مهمه وبولي. زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي او له دوی یې غوښتي چې پخپلو هڅو د سولې روان بهیر ته چټکتیا وروبښي. خلیلزاد همدا راز په دوحه کې د روانې میاشتې په نیمايي کې د جوړېدونکي بین الافغاني کنفرانس په اړه خوشبیني ښودلې او وایي دغه ډول ګامونه به افغانان نور هم سولې ته نږدې کړي. دده په خبره د افغان حکومت د استازو ګډون په دغه غونډه کې د اهمیت وړ دی. بلخوا طالبانو بیا منلې چې د روانې میلادي میاشتې په نیمايي کې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په اړه کنفرانس جوړېږي، خو په خبره یې د افغان حکومت استازي ګډون نه شي پکې کولی. ددوی په وینا که کوم حکومتي چارواکی په دغه کنفرانس کې ګډون هم کوي، نو خپل شخصي نظر به څرګندوي. زلمي خلیلزاد بیا په خبرپاڼه کې په هېواد کې پر روانو وروستیو جګړو هم اندېښنه څرګنده کړې او په وینا یې ښايي دغه وضعیت د سولې هڅې زیانمنې کړي.



































