اجراییه ریاست وایي، د قطر په دوحه کې د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره کېدونکي ناسته کې به د دوی استازي د حکومتي استازو په توګه ګډون کوي نه د افرادو په حیث. د اجراییه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وایي، طالبان نه شي کولی په دې اړه د دوی دریځ وټاکي. هغه هلیه څرګنده کړې چې دا ناسته به بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي. نوموړي زیاته کړې دوی د یو مسوول حکومت په توګه له هر رامنځته کېدونکي فرصته ګټه اخلي او د رسمي مذاکراتو د پیل لپاره د زمینې برابرولو هڅه کوي. که څه هم تر اوسه په رسمي ډول په یاده ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوي نومونه نه دي په ډاګه شوي خو تېره ورځ د سولې شورا د دارالانشا رییس عمر داودزي وویل چې یادې ناستې ته به یو هر اړخیز او پیاوړی پلاوی ولېږي.



































