د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، پاکستاني پولیس قصداً نه غواړي د دې غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي قاتلین ونیسي. د یاد غورځنګ غړو ویلي، د اپریل په لومړۍ نېټه، په لورالايي کې د ارمان لوڼي د وژنې مقدمه درج شوه چې پکې د نورو تر څنګ د دغه سیمې د پولیسو مشر عطاالرحمان ترین هم تورن شوی دی، خو پاکستاني حکومت لا هم په دې برخه کې اقدامات نه دي کړي. دوی تور پورې کوي چې پاکستان ترهګرو ته خوندي ځایونه ورکړي خو د دوی پر وړاندې یې بیا له تشدده ډک چلند پیل کړی دی. ارمان لوڼی د روان میلادي کال د فیبروري په دریمه د جنوبي پښتونخوا په لورالایي کې پولیسو وژلی و. پولیسو لومړی د هغه په وژنه کې له لاس لرلو انکار کاوه خو وروسته مقدمه د پولیس افسر پر ضد ولیکل شوه.



































