له شپږو ورځو راهیسې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې جګړه روانه ده. د روانې حمل میاشتې په ۱۵مه وسله والو طالبانو وویل، چې بالامرغاب ولسوالي یې نیولې ده. له هغه وروسته افغان ځواکونو پر دغه ولسوالۍ بریدونه وکړل او تر ننه پورې ددغه ولسوالۍ د بشپړې بیا نیونې لپاره جګړه روانه ده. د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي وایي، په دې جګړو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. دده په خبره په تېرو دوو ورځو کې د پنځوسو په شاوخوا کې طالبان وژل شوي او تر سلو ډېر نور ټپیان دي. هغه همدا راز ویلي چې په دې جګړه کې ۴۷ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دده په وینا په جګړه کې ۱۲ سرتېري وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. ځایي خلک وايي چې د ولسوالۍ ډېرې برخې نیول شوې دي، خو لا هم ځينې سیمې د طالبانو په لاس کې دي.



































