د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په بګرام کې پر خپلو ځواکونو وروستی برید غندلی دی او هغه یې خواشینوونکې پېښه بللې ده. دده په خبره امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د امریکا د امنیت لپاره حضور لري او دوی هڅه کوي چې دغه هېواد ته ثبات راولي. هغه یاد برید په کلکو ټکو غندلی او په خبره یې ورته ترهګریز بریدونه د سولې لپاره د امریکا پر روانو هڅو اغېز نه شي کولی. پمپیو وايي دوی هڅه کوي چې د افغانستان د سولې مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي او په دغه هېواد کې دایمي سوله او ثبات راشي. تېره ورځ ناوخته بګرام نظامي اډې ته څېرمه د امریکايي ځواکونو پر کاروان موټر بم برید وشو. په دغه پېښه کې څلور امریکایان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د برید مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.



































