امریکايي استازو له بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې د افغان سولې په اړه معلومات ورکړي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې په یوه لیک کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزارت غوښتي چې د سولې د روانو هڅو او مذاکراتو په اړه دې باید دوی ته وضاحت ورکړل شي. دوی له مایک پمپیو غوښتي چې د افغان سولې لپاره ځانګړی استاز زلمی خلیلزاد دې دغه مجلس ته ور معرفي شي څو د خپلو فعالیتونو، لاس ته راوړنو او آینده پلانونو په اړه دوی ته وضاحت ورکړي. امریکایي استازو تر دې وړاندې هم د امریکا له بهرنیو چارو وزارت غوښتي وو، چې له طالبانو سره د قطر د خبرو په اړه باید دوی ته معلومات ورکړي. ددوی په خبره استازي باید ډاډه شي چې د سولې خبرې پر سم لوري روانې دي او په افغانستان کې د امریکا اتلس کلن لګښتونه، قربانۍ او پلانونه په نشت نه شمېرل کېږي.



































