د کونړ اوسېدونکي وايي چې ژر تر ژره دې په دغه ولایت کې دداعش د پرمختګ مخنیوی وشي. دوی له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې دداعش حضور پراخ شوی دی او زرګونه کورنۍ اړ شوې چې له دغه ولسوالۍ کډه وکړي. د ځايي اوسېدونکو په وینا که په دغه ولسوالۍ کې دداعش د پرمختګ مخنیوی و نه شي او دغه ډله و نه ځپل شي، نو د ننګرهار د اچین په څېر به یاده ولسوالۍ هم د خونړیو جګړو شاهده وي. د کونړ د نورو لرې پرتو سیمو اوسېدونکو هم دداعش د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. بل پلو د کونړ والي عبدالستار میرزکوال بیا وایي، چې په چپه دره ولسوالۍ کې به دداعش د ځپلو په موخه ډېر ژر هوایي او ځمکني عملیات پيل کړي. دده په خبره دغه ډله به ځپل کېږي او احتمالي خطر به یې له منځه ځي.



































