د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغان سولې برخه کې امریکا ته د پاکستان د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. نوموړي ویلي د افغان کړکېچ د سوله ییز هواري یوازینۍ لار سیاسي خبرې دي او وایي، د طالبانو په ګډون له ټولو لوریو سره د سولې خبرې به ښې پایلې ورکړي. نوموړي دا خبرې په اسلام اباد کې د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ له مشر جنرال کینتهن مګنبر سره د لیدنې پر مهال کړې دي. هغه یاد امریکایي چارواکي ته ویلي چې هېواد یې د افغان سولې برخه کې رغنده رول لوبولی دی او له دې وروسته هم پوره همکاریو ته چمتو دي. نوموړی دا خبرې وروسته تر هغه کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی وو او په یاد هېواد کې یې له یو شمېر چاروکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې کړې وې او ترې یې د پوره او کارنده همکارۍ غوښتنه کړې وه.



































