افغان حکومت د افغان سولې برخه کې د اروپایي ټولنې له همکاریو هرکلی کړی دی. اروپايي ټولنې پرون ویلي وو چې دا ټولنه چمتو ده د افغان سولې برخه کې د یو ضمانت کوونکي رول ولوبوي او دغه راز د سولې له تړون وروسته د ښکېلو لورویو ترمنځ د پروګرامونو په پلي کولو کې مرسته وکړي. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی د سولې پروسه کې د اروپایي ټولنې رول ستایي او په دې برخه کې د یادې ټولنې له همکاریو مننه او قدردانی کوي. سرچینه کاږي په هېواد کې یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو په برخه کې د اروپایي ټولنې رول مهم دی او یاده ټولنه په دې برخه کې پراخه تجربه لري او دوی باوري دي چې دا ټولنه به په دې برخه کې خپل رول په ښه توګه ترسره کړي.



































