طبیعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزارت وايي چې په بدخشان، تخار، هرات، بادغیس، بلخ، جوزجان، سمنګان، بغلان، سرپل، کونړ، نورستان او غور ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله د روان کال د وري له اتمې تر اوسه ۱۰۸ کسان مړه، ۱۳ نادرکه او ۴۸ نور ټپیان شوي دي. له یاد وزارته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سېلابونو له امله د یوه جومات په ګډون د استوګنې ۳۰۰۵ کورونه، دوه ښوونځي، ۴۷ پلچکونه، ۲۲۴ کیلومتره سړک په بشپړ ډول تخریب شوي او د استوګنې ۸۸۹۲ کورونه لږ تخریب شوي او شاوخوا ۹۰۰۰ څاروي له منځه تللي دي. سرچینې زیاته کړې، ۴۷۵۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدې مرسته، خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشل شوي او دغه بهیر په سېلاب ځپلو ولایتونو کې دوام لري.




































