مالیې وزارت له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ولسي جرګې د ټولو غړو معاشونه قطع کړي. د ولسي جرګې غړي وایي، چې د قانون له مخې د نویو استازو تر راتګ پورې باید دوی کار ته ادامه ورکړې وای، خو د ملي شورا له نه پرانستې سره هم مهاله مالیې وزارت د ولسمشر غني په سپارښتنه د وکیلانو معاشونه بند کړي دي. د ولسي جرګې غړي وایي، چې د ملي شورا د نه پرانیستل کېدو تصمیم هم د بهرنیانو غوښتنه ده. د ولسي جرګې د وکیلانو معاشونه داسې مهال قطع شوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې شاوخوا ۸۰ نویو وکیلانو ته باورلیکونه ورکړي او د جرګې پخواني غړي د نوي نصاب تر راتګ پورې د خپل کار دوام غواړي.