د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په افغانستان کې د سولې روانې هڅې بریا ته رسوي او تر هغه وروسته به افغانستان د هېچا لپاره هم تهدید نه وي. دده په خبره په افغانستان کې په دې وروستیو کې جګړې توندې شوې دي خو هیله لري چې دغه جګړې د سولې پر خبرو منفي تاثیرات و نه کړي. خلیلزاد په یوه ټوېټ کې په بګرام کې د درېیو امریکايي سرتېرو وژل کېدل هم خواشینوونکی خبر بللی دی. دده په وینا دغه سرتېري د امریکا د ملي امنیت لپاره قرباني ورکوي او ددوی د قربانۍ له امله به په افغانستان کې د سولې او ثبات دایمي لمن خوره شي. هغه هیله څرګنده کړې چې وکړی شي د بین الافغاني مذاکراتو پر مټ روانه جګړه ودروي.



































