د مالیې وزارت وايي، چې د تېرو ټاکنو بودیجه بهرنیانو ورکوله، خو اوس چې ټاکنې ځنډېدلې دي، د روان کال د بودیجې په سند کې ورته لګښتونه په نظر کې نه دي نیول شوي او بهرنیانو هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي. چارواکو دغه څرګندونې د څلورو ادارو د تېر یوه کال فعالیتونو د رپوټ ورکولو په ترڅ کې وکړې. د مالیې وزارت وایې تېر کال یې ۱۸۹ میلیارډه افغانۍ عواید راټول کړي دي، چې له ټاکلي هدف څخه لوړ دي. بلخوا تر دې وړاندې بیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي وو، چې د خپلو کارونو د مخ ته بېولو لپاره بودیجې او لا ډېرو پیسو ته اړتیا لري. افغان حکومت تر اوسه د ټاکنو کمیسیون دغه غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی. بلخوا په ملي شورا کې د خلکو استازي هم د بودیجې او مالیې په برخه کې پر حکومت نیوکه کوي. ددوی په خبره د حکومت مالیاتي، اقتصادي او بودیجوي سیاستونه خیالي دي او په ډېرو مواردو کې ناکام ثابت شوي دي.



































