په بدخشان کې د عامې روغتیا ریاست وايي ۶ زره کوچنیان د پولیو له واکسینه محروم شوي دي. د دې ادارې چارواکي وايي چې وسله وال طالبان په مختلفو سیمو کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین مخنیوی کوي. دغه ریاست خبرداری ورکړی چې که محرومو کوچنیانو ته واکسین ونه رسېږي، په بدخشان کې د ګوزن یا فلج ویروس په چټکۍ خورېدلای شي. د پولیو ویروس ساري او حتی وژونکی دی، خو واکسین یې مخنیوی کولای شي. د روغتیا نړیوال سازمان او یونسف په دې باور دي، ټول هغه ماشومان چې تر پنځو کلونو کوچني وي، باید دا واکسین شي څو د فلج له خطره وژغورل شي.




































