ديپلومات نشریې د افغان سولې او دلته د روانې جګړې په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده. په دغه لیکنه کې راغلي، چې په هممهاله توګه جګړو او د قطر روانو مذاکراتو وضعیت کړکېچن کړی دی او هېڅ شی د وړاندوینې وړ نه دي. په مطلب کې راځي سره له دې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي او دواړه لوري په دغه خبرو کې د پرمختګ خبره کوي، خو لا هم په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې کموالی نه دی راغلی. د ورځپاڼې په باور ددغه جګړې د درولو او د مذاکراتو د اغېزناکولو لپاره تر هرڅه وړاندې ددې اړتیا وه، چې د تاوتریخوالي په کچه کې کموالی راشي یا نښتې په بشپړه توګه ودرول شي. ديپلومات نشریه په وروستیو ورځو کې په څو ولایتونو کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ نښتو په اشارې وایي، د سولې له خبرو سره هممهاله نه یوازې دا چې په ځینو برخو کې جګړې کمې شوې نه دي، بلکې لا خونړۍ شوې دي. په مطلب کې راځي چې په مذاکراتو کې دې تر هر څه وړاندې د روان جګړې د کمولو پر سر ټینګار وشي، څو راتلونکي ګامونه په ډاډه توګه واخیستل شي.



































