ولسمشر غني نن فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې له سیلاب ځپلو سره لیدلي دي. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د فاریاب سیلاب ځپلو سره په لیدنه کې ویلي، دی ځکه یاد ولایت ته ورغلی دی چې د سیلاب ځپلو ستونزې له نږدې وویني. د سرچینې په وینا ولسمشر ویلي، د هر وژل شوي له کورنۍ سره، سل زره افغانۍ او هر ټپي سره ۵۰زره افغانۍ بیړنۍ مرسته کېږي او دغه راز د زیانمنیو شویو کورونو او هټیو د جوړولو لپاره ۳۵ میلیون افغانۍ د فاریاب والي ته ورکړل شوي، چې اړوندو کورنیو ته به ووېشل شي. ولسمشر دغه راز څرګنده کړې، د کرنې او مالدارۍ وزارت هغو بزګرو ته چې کروندې یې زیانمنې شوي، درې زره ټنه غنم وېشي.