فارن پالیسي نشریې په خپله یوه اوږده مقاله کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه ویلي، چې د ناسمو سیاستونو له امله امریکا په افغانستان کې بریا ته رسېدلې جګړه بایللې ده. په مطلب کې راځي چې د اوباما ناسمو سیاستونو او اوس د امریکا روانه پالیسي ددې سبب شوه، چې په افغانستان کې جګړه اوږده شي او خلک په دې باور شي چې ګواکي امریکا ماتې ته نږدې شوې ده. فارن پالیسي لیکي، د سرتېرو د حضور په اړه د امریکا ناسم سیاستونه، لنډ مهاله پلانونه او له تېرو تجربو درس نه اخیستل هغه څه دي چې له افغانستان یې د امریکا لپاره دویم ویتنام جوړ کړی دی او پیل شوې جګړه اتلس کلنه شي. فارن پالیسي پر امریکایي حکومت او د افغان جګړې پر منتقدینو غږ کوي، چې دلته د روان وضعیت په اړه پر جدي تګلارو فکر وکړي څو روانه جګړه کابو کړل شي.



































