سیګار وایي په تېره یوه نیمه لسیزه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د امریکا مبارزه ګټوره نه وه. د سیګار مشر جان سوپکو د امریکا د مشرانو جرګې امنیتي کمېټې ته د خبرو پر مهال ویلي امریکا په تېره یوه نیمه لسیزه کې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې مبارزه وکړه، خو دغه مبارزه ګټوره نه وه. دده په وینا ددغه مبارزې په لړ کې نه یوازې دا چې د نشه يي توکو کښت او قاچاق کم نه شو، بلکې ورځ تر بلې ډېر شوی دی. دده په خبره یوازې تېر کال د وچکالۍ له امله په افغانستان کې د تریاکو تولید کم شوی و، خو دا وېره شته چې روان کال به د ډېرو ورښتونو له امله ددغه تولید په کچه کې بېرته ډېروالی راشي. دده په خبره امریکا د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له پیله تر دې دمه په افغانستان کې ۹ میلیارده ډالر لګولي دي.



































