د غزني د ولایتي شورا یو شمېر غړي په یاد ولایت کې د ملي پولیسو د تلفاتو ډېرېدو اندېښمن کړي دي. د دې شورا غړي امان الله کامراني ویلي په وروستۍ یوه میاشت کې د ملي پولیسو تلفات په بې ساري ډول زیات شوي دي. د کامراني په خبره د ملي اردو او پولیسو ترمنځ د همغږۍ کمزوري ددې تلفاتو د لوړېدو تر ټولو ستر لامل دی. د غزني د ولایتي شورا یوه بل غړي حمیدالله سروري هم ویلي، په پرله پسې توګه یې له حکومته غوښتنه کړې چې د غزني ښار امنیتي کمربند تقویه کړي، خو دا کار نه دی شوی. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري بیا وايي، چې د پسرلنیو عملیاتو پیل د پولیسو او عسکرو د تلفاتو د زیاتېدو یو دلیل دی. عارف نوري وویل چې د حمل میاشتې له پیل راهیسې د امنیتي ځواکونو ۴۵ غړي وژل شوي او زخمیان دي.



































