افغان حکومت د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو د پیل غندنه کړې ده. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، سره له دې چې افغان حکومت او امریکا د سولې هڅه کوي، خو طالبانو د عملیاتو اعلان کړی دی. ارګ د طالبانو هغه ادعا هم رد کړې چې ګواکي افغان حکومت د عملیاتو اعلان کړی دی او په خبره یې طالبان په دې سره غواړي خپلې جګړې ته توجیه پیدا کړي. سرچینه کاږي د حکومت پر وړاندې د طالبانو جګړه د نړۍ جیدو علماوو غیر مشروع بللې ده خو طالبانو بیا هم ددغه غیر مشروع جګړې ددوام پر سر ټینګار کوي. ارګ پر طالبانو غږ کړی چې د سیمې د هېوادونو د لوبو وسیله دې نه ګرځي بلکې د سولې لار دې خپله کړي او روانو جګړو ته دې د پای ټکی کېږدي. په دغه اعلامیه کې همدا راز راغلي، چې د جګړې ټول زیان یوازې عامو افغانانو ته اوړي او طالبانو ته په کار ده چې د خپلو خلکو له وژلو لاس په سر شي. ارګ امنیتي ځواکونو ته هم لارښوونه کړې چې له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړي او د وسله والو طالبانو د عملیاتو پر وړاندې قوي او پياوړي و اوسي.



































