د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې افغان ستونزه د جګړو له لارې نه هوارېږي بلکې د دې اوږدې جګړې یوازینی حل سیاسي ډیالوګ او خبرې اترې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پر خپل ټویټر د قریشي له قوله ویلي، پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې د افغانانو پر ګډون سربېره ددې پروسې لپاره د ټولو هڅو کلک پلوی دی. فیصل زیاتوي دوی د افغان سولې کلک ملاتړي دي او په دې هېواد کې تلپاتې سوله یې د پاکستان او ټولې سیمې لپاره اړینه بللې ده. قریشي دا خبرې وروسته تر هغه کړې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر پاکستان غږ وکړ چې د الفتح په نامه د طالبانو تازه پیل شوي عملیات وغندي.



































