د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به په لنډ وخت کې له مسکو نه لیدنه وکړي. نوموړي ویلي چې خلیلزاد به د روانې میلادي میاشتې په ۲۵مه د روسیې، امریکا او چین په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه مسکو ته ورشي. کابلوف ویلي چې دا ناسته د افغانستان په اړه جوړېږي. افغان سوله اوس په نړیواله موضوع بدله شوې ده او د نړۍ ټول ستر هېوادونه هڅه کوي چې په یو ډول نه یو ډول په دې پروسه کې ښکېل او دا هېواد یوې تلپاتې سولې ته ورسوي.



































