په کابل کې د مصر سفير وايي، چې له بنسټپالنې سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دي. د ملي امنيت شورا د مطبوعاتي دفتر له لوري په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د مصر له مېشت سفیر هاني صلاح سره کتلي. په دې کتنه کې هاني صلاح ویلي، هېواد يې چمتو دی چې په امنیتي، لوړو زده کړو، اسلامي او فرهنګي زده کړو او له ترهګرۍ سره مبارزې برخو کې افغانستان سره همکاري وکړي. سرچينې زياته کړې، دواړو خواوو همدا راز افغانستان کې د تاوتریخوالي او بنسټپالنې د له منځه وړلو په څرنګوالي خبرې وکړې او د مصر سفیر د خپل هېواد د اوږدمهاله مرستو پر دوام ټینګار وکړ. په همدې حال کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار هم افغانستان کې د بنسټپالنې په مهار او مخنیوي کې د مصر رول ګټور یاد کړ او له افغان ځوانانو سره يې د زده کړو برخه کې د یاد هېواد همکاري وستایله.




































