د کندوز سیمه ییز روغتیايي کارکوونکي وایي د وروستیو ورځو د جګړو له امله تر ۷۰ مړي او ټپیان وروړل شوي دي. د کندز د سیمه ییز روغتون مشر وايي چې هلته په جګړه کې اته تنه مړه او ۶۲ تنه زخمیان شوي دي. نعیم منګل له فرانس پرېس سره په خبرو کې دا هم ویلي چې ښايي د تلفاتو شمېر تر دې لوړ شي. وسله والو طالبانو تېره ورځ د نورو ولایتونو ترڅنګ د کندوز ښار په لمنو او ځینو ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي. په دې بریدونو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندوز روغتیايي چارواکو دا نه دي ویلي چې په وژل شوو او ټپیانو کې وسله وال هم شامل دي که ټول ملکي وګړي دي. بل پلو رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې له کندزه پرته په ۱۵ نورو ولایتونو کې هم حملې شوې دي.



































