د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وایي پر رسنیو محدودیت په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی. نی وایي پر رسنیو هر ډول محدودیت په هېواد کې د بیان ازادۍ ته ستره ضربه ده او دوی به په هیڅ صورت ورته اقدامات ونه مني. د یادې ادارې مشر مجیب خلوتګر وایي، د افغانستان اساسي قانون د رسنیو هر ډول ازادي تعریف کړې ده او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري پر ټولنیزو رسنیو محدویت له قانون سره په ټکر کې ده. نی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې پرون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي وویل چې که فیسبوک د افغانستان د حکومت پالیسي ومني نو ښه تر ښه او کنه نو په ټول افغانستان کې به پر فیسبوک بندیز ولګوي.




































