د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ویلي، په دې کې هېڅ شک نشته، چې ایران په ټوله نړۍ په تېره پخپلو شاوخوا هېوادونو کې د ترهګرو ملاتړ کوي. دده په خبره ایران پخپلو پیسو د حزب الله ډله پیاوړې کوي او همدا راز په سیمه کې د ترهګرو ډلو په لېږد را لېږد کې همکاري کوي. مایک پمپیو همدا راز ویلي، د ایران په مهران هوایي شرکت بندیز دی، ځکه په سیمه کې ترهګرو ته مالي او تجهیزاتي مرستې رسوي، خو دغه الوتکو په وروستیو ورځو کې وینزویلا ته پروازونه پيل کړي دي. دده په خبره په وینزویلا کې وضعیت ترینګلی دی او ایران هلته هم لاسوهنه کوي.



































