د کعبې شریفې امام عبدالله عواد الجهني په دیني عالمانو غږ کړی دی چې مسلمانانو ته د زغم تلقین وکړي او کومې فتواوې چې ورکوي باید په حق او صداقت ولاړې وي. نوموړی چې تېره ورځ پاکستان ته په یو څو ورځني سفر تللی دی، په اسلام اباد کې یې د دیني عالمانو یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، اسلام د ورورولۍ دین دی او د علماوو دنده د مسلمانانو سره نږدې کول دي او دوی باید په اوسني وضعیت کې خپل مهم رول ته پوره پام وکړي. هغه وویل ترهګري په اسلام کې نشته او ددې پدېدې د له منځه وړلو لپاره باید ټول علما سره یو ځای او یو موټی شي.



































