د ناروې هېواد د پوهنې وزیر وایي، هېواد یې چمتو دی چې د ښوونې او روزنې په برخه کې افغانستان سره مرسته وکړي. نوموړي دا خبرې د هېواد د پوهنې له سرپرست وزیر میرویس بلخي سره په لیدنه کې کړې دي. له پوهنې وزارته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، ميرويس بلخي امريكا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ كې د ناروې هيواد د پوهنې وزير دګيو لستين سره په ليدنه كې د افغانستان له ښوونې او روزنې څخه د ملاتړ په موخه خبرې اترې كړې دي. دغه ليدنه د تعليمECW ټولني د ارشدو مديرانو د مركزي سمينار په يوه څنډه كې ترسره شوې ده. د ناروې د پوهنې وزير زياته كړې چې د تعليمي نصاب په برخه كې د مرستو له څېړلو وروسته به د دې هيواد ملاتړ او همكاري په نورو تعليمي برخو كې لا ګړندۍ او زياتې شي.




































