د سره صلیب نړیواله اداره چې په ټوله نړۍ کې بشري مرستې رسوي وایي، هڅه کوي طالبانو سره د خپلو فعالیتونو د بندېدو په اړه دوه اړخیزې خبرې وکړي. په افغانستان کې د سره صلیب ویاندې رویا موسوي وویل، یاده اداره هڅه کوي د خبرو له لارې رامنځته شوی وضعیت روښانه کړي. سور صلیب په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ په جګړې کې د ښکېلو خواو ترمنځ د ټپيانو او مړو د لېږد او هم له ښکېلو خواو سره د بندیانو کورنیو ته د حال احوال وړلو او نورو بشري برخو کې فعالیت کوي. د سره صلیب ادارې چارواکي په داسې حال کې دا څرګندوني کوي چې طالبانو د روانې میاشتې پر ۲۲مه نېټه د سره صلیب او د روغتیا نړیوالې ادارې پر فعالیتونو بندیز لګولی دی.